له اطلاعاتو سره سم د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د يوې اوږدې جګړې په ترڅ کې د دښمن 18 عسکر وژل شوي دي.
د راکړل شوي خبر په اساس جګړه تېره ورځ غرمه خواوشا 11 نيمي بجې په سوچ او اړوندو سيمو کې له کماندوز، اجيري اردو، او اربکيانو سره رامنځته شوه چې او د مازديګر تر 4 بجو پورې وغځېده.
د موثق راپور له مخې د جګړې په مهال 10 کماندو عسکر، 5 پوليس او 3 اربکيان ووژل شول او 20 نور مرګوني ټپيان شول.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت 2 مجاهدين شهيدان شوي او 3 ټپيان شوي دي.
له جګړې وروسته د دښمن عسکرو د کسات اخيستنې په موخه د سيمي يو شمېر خلک له ځان سره يوړل.
2014-03-30
افغانستان